۰

حوثي وسله والې ډلې سلګونه بندیان خوشي کړي دي

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
د سره صلیب نړیواله اداره وايي، په یمن کې حوثي وسله والې ډلې په یوه اړخیز اقدام کې سلګونه زندانیان خوشي کړي دي.
حوثي وسله والې ډلې سلګونه بندیان خوشي کړي دي
د سره صلیب نړیواله اداره وايي، په یمن کې حوثي وسله والې ډلې په یوه اړخیز اقدام کې سلګونه زندانیان خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خوشي شویو کسانو کې د هغه زندان ۴۲ بندیان هم شامل دي، چې تېره میاشت پرې بمبار شوی وو.

د حوثيانو له خوا د زندانیانو خوشي کول د هغه بهیر برخه ده، چې ملګرو ملتونو په یمن کې د سولې لپاره پیل کړی دی.

. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرېفېت هیله ښودلې چې د حوثیانو له دې ګام سره به جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې نور زندانیان هم خوشي کړي.

د یادونې ده، چې ښکېلو غاړو تېره دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب یوه هوکړه کړې وه، چې په درېیو مادو کې یې یوه د زندانیانو د تبادلې په اړه وه.

حوثیانو د دوشنبې پر ورځ ویلي چې دوی به د درېیو سعودي اتباعو په ګډون ټولټال ۳۵۰ زندانیان خوشي کوي.

دوی پر مخالف لوري یا د یمن پر حکومت هم غږ کړی چې ورته ګام پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي