ملټري ټایمز:

افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو جګړې هم زور موندلی

9 میزان 1398 ساعت 8:58

ملټري ټایمز مجلې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو ورسره جګړه هم زیاته شوې ده.


ملټري ټایمز مجلې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو ورسره جګړه هم زیاته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجلې په یوه مطلب کې لیکلي په تېره بیا افغان ځانګړي او کمانډو ځواکونه په ډېرو عملیاتو کې برخه اخلي او د ناټو خاص ملاتړ له ځان سره لري.

د مجلې په وینا که څه هم افغان ځواکونه پیاوړي شوي، خو تر ځنګ یې په افغانستان کې د جګړې ډګر هم د بل هر وخت په پرتله تود شوی.

امریکايي چارواکو دغه مجلې ته ویلي، چې د افغان پوځ د روزنې ماموریت دوام لري او د دغه پوځ ملاتړ هم ډېر شوی دی.

ملټري ټایمز لیکي امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه د جګړې په لیکو کې طالبان ځپي او له امله یې د ملکیانو تلفات هم ډېر شوي دي.

خو د لیکنې په پای کې وايي، د جګړې د حل لپاره باید سیاسي لار پیدا شي او پر نظامي لارو ډېر ټینګار د هېچا په ګټه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120894

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120894/

جمهور
  https://www.jomhornews.com