۰
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان:

د ټاکنو په ورځ د امنیتي ارګانونو همغږي بې مخینې وه

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۷
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، د ټاکنو په ورځ د افغان امنیتي ارګانونو همغږي بې مخینې وه.
د ټاکنو په ورځ د امنیتي ارګانونو همغږي بې مخینې وه
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، د ټاکنو په ورځ د افغان امنیتي ارګانونو همغږي بې مخینې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر زیاته کړې، چې په دې ورځ د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست تر منځ همغږي د دې سبب شوه، چې ټاکنې په امن فضا کې تر سره شي.

نوموړي ویلي، چې په دغه ورځ د یادو امنیتي ارګانونو همغږي تېر څلور پړاو ټاکنو ته بې مخینې وه، او د طالبانو پلانونه یې شنډ کړل.

جنرال مېلر زیاته کړې، طالبانو هوډ درلود چې د ټاکنو په ورځ د افغانستان په لویو ښارونو کې ځینې پېچلي بریدونه وکړي.

خو په وینا یې امنیتي ځواکونو ورته د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړه او د دوی پلان د امنیتي ځواکونو د همغږۍ له وجې ناکام شو.

په ورته وخت کې جنرال مېلر دا هم ویلي، چې د افغانستان د شخړې یوازینی حل خبرې اترې دي او نور باید په دې هېواد کې روان څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغه امریکايي جنرال وایي، تر اوسه ورته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه کومه سپارښتنه نه ده شوې.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ټینګار کړی، چې هڅه کوي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي