۰

د بلخ د چمتال لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
په شمال کې د افغان پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د بلخ د چمتال لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی
په شمال کې د افغان پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دفتر نن سه شنبې د تلې ۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه طالب ولسوال په چمتال ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي وژل شوی طالب ولسوال ګل نبي مبارز نومېږي او هغه مهال د افغان هوايي ځواک تر برید لاندې راغلي، چې غوښتل یې چمتال ولسوالۍ کې د رایې ورکولو په یوه مرکز د برید لپاره زمینه برابره کړي.

خبرپانه کې ویل شوي دغه طالب قوماندان په بلخ کې کابو په ټولو ترهګرویزو بریدونو کې لاس درلود او دوه ځلې له افغان ځواکونو سره جګړه کې سخت ټپي شوی هم وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګل نبي مبارز تر دوه ځلي ټپي کېدو وروسته پاکستان ته د درملنې لپاره تللی و او تازه یوه اوونۍ کېده، چې له پاکستان راستون او غوښتل یې بلخ کې بریدونه تر سره کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي