۰

د کاپیسا د نجراب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
ملي دفاع وزارت د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري اسدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د کاپیسا د نجراب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی
ملي دفاع وزارت د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري اسدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د تلې ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې قاري اسدالله او زوی یې د نجراب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې وژل شوي دي.

خبرپانه وایي، افغان کمانډو او هوايي ځواک نجراب کې د طالبانو پر ضد عملیات کول، چې په ترڅ کې یې د یوه هوايي برید پر مهال د یادې ولسوال لپاره نومول شوی طالب ولسوال قاري اسدالله، د هغوی زوی شاکر او یو بل طالب رمضان و وژل شول.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې شمال کې د پوځ چارواکو هم د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال ګل نبي مبارز د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي