د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون او تر څنګ یې د افغان ځواکونو میړانه ستایلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د افغانانو میړانه د ستاینې ده چې له ډېرو ننګونو او خنډونو سربېره هم صندوقونو ته ولاړل او رایې یې وکارولې.
هغه لیکلي« موږ د افغان رایه ورکوونکو او امنیتي ځواکونو درناوی کوو چې له تخنیکي او امنیتي ستونزو سره سره یې بیا هم ټاکنې ترسره کړې.»
د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو د پایلو په رونټیا ټینګار کړی ویلي یې دي، چې اړوند ارګانونه باید د شکایتونو د څېړنې او رڼو پایلې د اعلان لپاره جدي ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د ولسمشرۍ ټاکنو پر ټولو نوماندانو هم غږ کړیو چې د رسمي پایلو تر اعلان وړاندې د خپل ځانونه بریالي نه اعلانوي.
جمهورخبري آژانس:کابل