ننګرهار کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 میزان 1398 ساعت 10:27

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د تلې ۹ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۴۴ داعشیان وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان او د افغان ځواکونو عملیات لا هم روان دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د داعش ډلې ګڼې وسلې او چاوېدونکي توکي هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپانه وایي، دا مهال اچین ۹۰ سلنه له داعشیانو پاک شوی او اوس د امنیت د ټنګښت په موخه هلته دوه بېزونه او ۱۱ امنیتي پوستې هم جوړې شوې دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 120902

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com