ولسمشر ټرمپ د اډم شیف د نیولو امر کړی دی

9 میزان 1398 ساعت 10:47

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشرانو جرګې د استخباراتي جرګې مشر اډم شیف په خیانت تورن کړی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشرانو جرګې د استخباراتي جرګې مشر اډم شیف په خیانت تورن کړی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې مرستیال شیف یوه خطرناکه خبر پورې تړلې او د اوکراین د ولسمشر سره تلېفوني خبرو کې یې ماته منسوبه کړې او په کانګرس کې یې وکیلانو او د امریکا ولس ته اورولې ده.

شیف له اوکرایني ولسمشر سره د ټرمپ پر ټیلېفوني خبرو نیوکه وکړه چې په وینا یې د امریکا ولسمشر له یوه بهرني دولت سره داسې خبرې کړې لکه د مافیا مشر چې وي.

د امریکا ولسسمشر ویلي«دا خبره له ما سره هېڅ تړاو نه لري، هغه د لوی خیانت په تور ونیسۍ.»

ټرمپ په ځینو نورو ټوېټونو کې پر دیموکراتانو هم نیوکې کړې او هغه کس یې پړ بللی چې د ده پرضد یې پټ شکایت راپورته کړی دی.

ټرمپ دا ټوېټونه داسې مهال شوي چې د امریکا مشرانو جرګې مرستیالې نانسي پلوسي د ټرمپ د لیرې کولو لپاره د هغه په اړه رسمي څېړنه پرانیسته.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com