اترا اداره:

طالبانو په شمال کې د څلورو ولایتونو تلېفوني خدامات پرې کړي

10 میزان 1398 ساعت 6:38

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د مخابراتي شبکو ۱۵ پایې الوځولې دي.


د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د مخابراتي شبکو ۱۵ پایې الوځولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اترا مرستیال نقیب الله سېلاب زیاتوي، چې د طالبانو په دې کار سره د څلورو ولایتونو، کندوز، تخار، بدخشان او سمنګانو تلېفوني خدمات پرې شوي دي.

نوموړي وایي، د ۱۵ تخریب شویو مخابراتي پایو څخه ۵ یې ډېرې مهمې دي، چې هم زیات لښګت پرې شوی او هم یې د پوښښ ساحه پراخه وه.

د هه په وینا ځینو پایو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ارزښت درلود، چې اوس یې د بېره رغولو لپاره د اترا تخنیکي ټیمونه سیمو ته تللي او تمه ده ژر ستونزه حل شي.

دغه پر طالبانو غږ کړي، چې د مخابراتي خدمتونو د فعالیت مخه دې نه نیسي.

په ورته وخت کې خو د یوې مخابراتې شبکې یو ولایتي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو له ټاکنو وروسته په شمال کې ۳۰ مخابراتي پایې له منځه وړې دي.

د یادونې ده، چې طالبانو له وړاندې مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و چې د ټاکنو په ورځ دې خپل خدمات پرې کړي، خو دولت هم مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و که یې د ټاکنو په ورځ مخابراتي خدمات پرې کړل جوازونه به یې ورلغوه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com