د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو راوتلی او پاکستان ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد او ورسره څو نور امریکایان پرون سه شنبې د تلې ۹ مه اسلام آباد ته رسېدلي دی.
د پاکستان آی آر وای نیوز تلوېزیوني چینل وايي، خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې له لوړ پوړو پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره وویني.
د سرچینې په وینا له پاکستاني چارواکو سره به د خلیلزاد خبرې د افغانستان د سولې پروسې په پرمختګونو ورټولوي او دغه راز به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره یوه مشورتي غونده ولري.
نوموړي له چینايي چارواکو سره هم د افغانستان د سولې په اړه پېکینګ کې خبرې کړې دي.
خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو راوتلی، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا دغه خبرې ګرمې شوې دی.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و، چې مسکو غواړي د افغان سولې په تړاو ژر یوه غونده راوبولي.
هغه ویلي، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په میاشت کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.
د روسیې ځانګړی استازی وایي، د سولې په اړه یې له طالبانو سره هم تماسونه نیولي، خو لا هم پرې کار روان دی او نېټه یې تر اوسه دقیقه نه ده.
بل خوا پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې د سولې په اړه سیمه ییزه هڅې روانې دي او ډېر ژره به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل