۰

خوست کې څلور پاکستاني وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د څلورو پاکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
خوست کې څلور پاکستاني وسله وال وژل شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د څلورو پاکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پاکستاني وسله وال پرون د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یاد پاکستاني وسله وال په یوه سراچه موټر کې سپاره و او غوښتل یې پر افغان ځواکونو برید وکړي، چېد افغان ځواکونو له خوا و وژل شول.

د ملي امنیت ریاست وايي، دغه پاکستانی وسله وال له ډېورنډ کرښې له هغې غاړې دې خوا ته د برید په موخه راوښتي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي