ارګ:

سولې ته ژمن یو، خو د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې خبرې پرمختګ نشي کولی

10 میزان 1398 ساعت 10:25

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، حکومت سولې ته ژمن او سوله یې لومړیتوب دي، خو په دې شرط چې د سولې خبرې د افغان دولت په مالکیت او مشرۍ وي.


افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، حکومت سولې ته ژمن او سوله یې لومړیتوب دي، خو په دې شرط چې د سولې خبرې د افغان دولت په مالکیت او مشرۍ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د راپورونو پر اساس د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی او له لوړ پوړو پوځي او ملکي، پاکستاني چارواکو سره به پر سوله خبرې وکړی.

له دې سره تر څنګ طالبانو هم تایید کړې، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی به هم نن چهارشنبې د تلې ۱۰ مه اسلام آباد ته ولاړ شي او له لوړو پوړو پاکستاني چارواکو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي.

په همدې وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي په خپل ټوېټر لیکلي، چې سوله د حکومت لومړیتوب دي، خو په دې شرط چې د افغان دولت په مالکیت او مشرۍ وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند زیاته کړې، چې  د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې بهیر پرمختګ نشي کولی.

هغه لیکلي« د سولې داسې بهیر چې افغان دولت یې ملکیت او مشري ونه لری، هیڅ ډول پرمختګ به پکې ونه لیدل شي، د افغان ولس یوه مهمه غوښتنه همدا ده.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې افغان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه هڅه کوي، چې د طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي و، حکومت سولې ته ژمن دی، خو هغه سولې ته چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې نېږدې یوه میاشت وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وروسته له هغې لغوه اعلان شوې، چې طالبانو په کابل کې خونړۍ موټر بم برید وکړ او په کې یو امریکایي عسکر هم و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com