۰
حکمتیار او فرامرز تمنا:

له بایو متریک پرته رایې موږ ته د منلو وړ نه دي، د بهرنیو ديپلوماتو څرګندونې مداخله ده

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
د ولسمشریزو ټاکنو دوه نوماندان ګلبدین حکمتیار او فرامرز تمنا وايي، ټاکنو کې پراخې درغلی شوې او له بایومتریک پرته رایې دوی ته د منلو وړ نه دي.
له بایو متریک پرته رایې موږ ته د منلو وړ نه دي، د بهرنیو ديپلوماتو څرګندونې مداخله ده
د ولسمشریزو ټاکنو دوه نوماندان ګلبدین حکمتیار او فرامرز تمنا وايي، ټاکنو کې پراخې درغلی شوې او له بایومتریک پرته رایې دوی ته د منلو وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار او تمنا نن چهارشنبې د تلې ۱۰ مه کابل کې د بېلا بېلو کنفرانسونو پر مهال د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ، چې له بایومتریک پرته رایې باطلې اعلان کړي.

د سولې او عدالت ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار پر حاکمو دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو تور پورې کړ، چې پراخې درغلۍ یې کړې دي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون باید شفافیت او قانون ته ژمن وي او له بایو متریک پرته رایې باید باطلې اعلان کړي، ځکه نوماندانو ته د منلو نه دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د غني او عبدالله په مشرۍ ټیمونو له دولتي امکاناتو ټاکنو کې ګټه اخیستې، پراخلې درغلۍ یې کړې، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته بویه چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي.

حکمتیار و ویل، چې د دوی ټیم ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو دي او هغه حکومت به هېڅ وخت ونه مني، چې په درغلۍ جوړ شي.

په ورته وخت کې حکمتیار د ټاکنو په تړاو د یوې شمېر بهرنیو دیپلوماتونو څرګندونې هم په ټاکنو کې ښکاره مداخله وبلله او ترې ویې وغوښتل، چې له دې کاره باید ډډه وکړي.

حکمتیار د کوم بهرني دیپلومات نوم څرګند نه کړ، خو ښايي اشاره یې کابل کې د امریکا سفیر جان بس ته وي، چې د ټاکنو په تړاو څرګندونې کوي.

په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند فرامرز تمنا هم په خبري کنفرانس کې و ویل، چې دوی ته له بایو متریک پرته رایې د منلو نه دي.

هغه هم و ویل، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او کمېسیون باید له قانون سره سم شفافیت ته ژمن پاتې شي او پاکې رایې له ناپاکو هغو جلا کړي.

د تمنا په خبره یوازې بایومیتریک شوې رایې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ دي او تر هغه پرته نورې رایې باطلې او درغلي ده.

فرامرز تمنا دا هم وویل، چې د ځینو نوماندانو له بېړې، خام سیاست او عجولانه څرګندونو د بحران بوی راځي او دا مسئله د هېواد په ګټه نه ده.

نوموړي پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او له وخت مخکې غیر مسوولانه اعلانونه یې د هېچا په ګټه نه دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي