روسیه: ترهګري امریکا پیدا کړې، موږ د کرزي د دریځ پلوي یو

11 میزان 1398 ساعت 12:59

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ادعا کړې، چې ترهګرۍ د امریکا زېږنده ده او لوېدیځ په افغانستان کې ماته خوړلې ده.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ادعا کړې، چې ترهګرۍ د امریکا زېږنده ده او لوېدیځ په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاورف دغه څرګندونې د ولادي په نوم یوه نړیواله مناظره کې او زیاته کړې یې ده په داسې حال چې په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د بحران پر پای ته رسېدو زیات امکانات مصرف شول خو لا هم دغه هېواد کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې لوېدیځ په افغانستان کې له شل کلنو هڅو او حضور سره سره ناکام شو او په دې خبره د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ښه پوهېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان بحران د حل او سولې په تړاو د پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي د دریځ ملاتړ کړی دی.

د هغه په وینا ښاغلي کرزي له ټاکنو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې ټاکنې وځنډوۍ او لومړۍ سوله وکړی، خو افغان حکومت د سولې هڅې له یوې مخې درولې وې.

لاروف ادعا وکړه، چې ترهګري د امریکا زېږنده ده، ځکه کله چې روسيې په افغانستان کې حضور درلود، نو واشنګټن له مجاهدینو مالي او تجهیزاتي ملاتړ کاوه چې دا کار بالاخره د القاعدې په راپورته کېدو تمام شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120984

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120984/

جمهور
  https://www.jomhornews.com