۰

د طالبانو پلاوي د عمران خان او جنرال باجوه سره لیدلي

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۰
اسلام آباد ته له قطر نه د طالبانو د دفتر تللي پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي.
د طالبانو پلاوي د عمران خان او جنرال باجوه سره لیدلي
اسلام آباد ته له قطر نه د طالبانو د دفتر تللي پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي.

د جهور آژانس د خبر له مخې طالبان د تېرې چهارشنبې په ورځ په رسمي بلنه اسلام آباد ته تللي و او هلته یې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره کتلي.

له لومړي وزیر عمران خان او د پوخ له مشر جنرال باجوه سره د طالبانو ناسته د تېرې پنشنبې په ورځ لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

د پاکستان حکومت د دې لیدنې په اړه څه نه ديویلي، خو پاکستاني رسنیو عمران خان له افغان طالبانو سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره په افغانستان کې پر سولې ټینګار کړی او دا یې ضروري بللي دي.

پاکستانی رسني وایي، عمران خان طالب پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې د طالبانو له پلاوي سره د عمران خان په ملاقات کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم موجود و.

د یادونې ده، چې د ملا غني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي تر عمران خان مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.

دغه راز سرچینو ویلي، چې طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي او غوندې یې یو ساعت دوام درلود.

خو په رسمي ډول نه امریکا، نه پاکستان او نه هم طالبانو د دې پخلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي