د هلمند سیند کې د کښتۍ ډوبېدو ۸ تنه وژلي

13 میزان 1398 ساعت 8:43

سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کجکي ولسوال عبدالرازق مظلومیار وايي، پېښه د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د کښتۍ چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

ولسوال زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کښتۍ د سیمې اوسېدونکي د سیند له یوې غاړې بلې ته لېږدول.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې پنځه تنه ښځې، یو نارینه او دوه ماشومان وژل شوي او دوې ښځې او یو ماشوم پکې ټپيان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com