د افغانستان بانک د پیسو نړیوال صندوق ټاکلو موخو ته رسیدلی

13 میزان 1398 ساعت 8:58

د افغانستان بانک چارواکي وايي، دوی توانېدلي، چې د پیسو د نړیوال صندوق ټاکنو موخو ته ځان ورسوي او د دغه بنسټ په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتو شي.


د افغانستان بانک چارواکي وايي، دوی توانېدلي، چې د پیسو د نړیوال صندوق ټاکنو موخو ته ځان ورسوي او د دغه بنسټ په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتو شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست وحیدالله نوشېر زیاته کړې، چې روانه اوونۍ به د افغانستان بانک او مالیې وزارت ګډ پلاوی امریکا ته ولاړ شي.

د هغه په وینا امریکا ته د بانک او مالیې وزارت د ګډ پلاوی د تګ موخه د آی اېم اېف په نړیواله کلنې غونډه کې ګډون دي.

نوموړي زیاته کړې، باوری دی، چې په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت وکولی شي د حکومت مالي بنسټونو راپور په بریالیتوب سره وړاندې کړي.

د افغانستان بانک سرپرست وايي، هغه شرایط چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا افغانستان ته ورکړل شوي و، هغه یې بشپړ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com