د ملي امنیت شورا سلاکار:

افغانستان کې د جګړي اصلي لامل د نشه يي توکو جرمي اقتصاد دی

13 میزان 1398 ساعت 9:41

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغانستان کې جګړه ګڼ شمېر کورني او بهرني عوامل لري، خو اصلي لامل یې د نشه يي توکو جرمي اقتصاد دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغانستان کې جګړه ګڼ شمېر کورني او بهرني عوامل لري، خو اصلي لامل یې د نشه يي توکو جرمي اقتصاد دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې د نیویارک د ایشیا سوسایټي په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي و ویل، د افغانستان په جګړه کې بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ ډلې ونډه لري، چې مالي سرچینه یې نشه يي توکي دي.

د هغه په وینا مافیايي ډلې د افغانستان له خاورې د نشه يي توکو د قاچاق لپاره کار اخلي او تر چې دغه ډلې ځپل شوې نه وي، امن او سوله امکان نه لري.

ښاغلي محب و ویل، د سولې او امن لپاره د جرمي ډلو ځپل اړین ګام دی او له دې جرمي اقتصاد سره مبارزه به د راتلونکي حکومت له لومړیتوبونو څخه وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي« له سولې څخه زموږ هدف دا دی چې د افغانستان ټولې سیمې له جرمي ډلو څخه پاکې کړو، موږ به دا هېواد له هغو ډلو څخه هم پاک کړو چې افغانستان د نشه يي موادو په نړیوال مرکز بدلوي.»

د افغان دولت او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د ګډ راپور پر اساس په افغانستان کې د نشه يي موادو له لارې هر کال څه د پاسه شپږ میلیارده امریکايي ډالر تر لاسه کېږي.

 له دې پيسو څخه یوازې یو میلیارد یې افغان بزګرو او کارګرو ته رسېږي او پاتې ټولې پيسې د جنګي او ترهګرو ډلو جېبونو ته لوېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com