هند:

د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې مذاکراتو کې شامل وي

13 میزان 1398 ساعت 10:44

هند یو ځل بیا د افغان حکومت او افغانانو مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې مذاکراتو کې شامل وي.


هند یو ځل بیا د افغان حکومت او افغانانو مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې مذاکراتو کې شامل وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار وايي، هند د سولې د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوي، چې ټولې ښکېلې خواوې په ځانګړي ډول د افغانستان منتخب حکومت په کې شامل وي.

نوموړي ویلي، د سولې خبرې هغه مهال مثبتې پایلې لرلی شي، چې ښکېل اړخونه یې اساسي قانون او نورو قانوني واکونو ته درناوی ولري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان یو منتخب او قانوني حکومت لري چې باید د سولې په ټولو خبرو او فعالیتونو کې حاضر وي.

راویش کومار ټینګار کړي، هند هم د هغو مذاکراتو او خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او مالکیت مخ ته لاړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په ټینګار سره ویلي و، هند یوازې د سولې د هغه خبرو هرکلی او ملاتړ کوي، چې مالکیت او رهبري یې د افغانانو سره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com