روسیه:

طالبان هم سولې او هم جګړې ته چمتو دي

14 میزان 1398 ساعت 8:03

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، وسله وال طالبان هم سولې او هم جګړې ته چمتو دي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، وسله وال طالبان هم سولې او هم جګړې ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې له یوه هندي تلوېزیون سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، خوښه دې امریکا ده، چې جګړه کوي که سوله.

کابلوف ویلي، چې طالبان لا هم سولې ته چمتو دي، غواړي له امریکا سره خبرې بیا پیل او هوکړه ورسره وکړي، خو که امریکا جګړه ټاکي، نو طالبان هم جګړې ته چمتو دي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازی وايي، طالبانو ترې غوښتي تر څو له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیل کې ورسره مرسته وکړي، او په وینا یې دا هغه ټکی دي، چې امریکا او خلیلزاد هم ورته لېوالتیا لري.

نوموړي ویلي، که چې دواړه لوري د خبرو بیا پیل ته چمتو شي او د روسیې مرستې ته اړتیا ولر نو مسکو تیار دی، چې مرسته ورسره وکړي.

کابلوف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو او امریکا پلاوي تېرې اوونۍ اسلام آباد ته تللي او د پاکستاني چارواکو سره بېره یې خپلو کې هم یو له بل سره لیدلي دي.

لوېدیځې رسنۍ وايي، طالبانو له خلیلزاد سره لیدلي خو امریکا او طالبانو په رسمي ډول د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم جزیات خپاره شوي.

روسیه پر داسې مهال د طالبانو له لوري سولې او جګړې ته د چمتوالي خبر ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com