غزني کې برمته شوي کسان خوشي شوي دي

14 میزان 1398 ساعت 8:46

سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شوي کسان ټول بېرته خوشي شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شوي کسان ټول بېرته خوشي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د خواجه عمري ولسوالۍ له ده حاجي کلي ۴۳ تنه بېولي وو.

هغه مهال د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي ویلي و، طالبانو د ولسمشریزه ټاکنو په ورځ هڅه کوله ده حاجي کلي کې ټاکنې ګډوډې کړې، خو د همدې کلي خلکو یې مخه ونیوله.

نوموړي زیاته کړې وه، چې له دې پېښې وروسته طالبانو د دغه کار په غبرګون کې د یاد کلي ۴۰ اوسېدونکي له ځان سره بېولي وو.

خو طالبان بیا وایي، بېول شوي کسان اربکیان او سمیه ییزه پولیسو و، چې شل ته یې په جګړه کې ښکېل او بیا ونیول شو.

تر دې راپورونه وروسته اوس د غزني ولایت رسنیز دفتر په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هغه ۴۳ کسان، خوشي شوي، چې دوې ورځې وړاندې طالبانو له ده حاجي کلي بېولي وو.

د دوی په وینا طالبانو نیولي کسان د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com