کورنیو چارو وزارت:

هلمند او بادغیس کې ۵۰ طالبان وژل شوي دي

14 میزان 1398 ساعت 9:28

کورنیو چارو وزارت وایي، هلمند او بادغیس ولایتونو کې د جګړې او افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، هلمند او بادغیس ولایتونو کې د جګړې او افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د تلې ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ پارچاو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي.

خو په وینا یې طالبان د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې یې ۲۵ وسله وال طالبان و وژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو نه جسدونه د جګړې په ډکړ پاتې شوي او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو مهم قوماندان سلما هم شامل دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت بادغیس ولایت کې هم د افغان ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې د ۴۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه وایي، ځانګړو پولیسو تېره شپه د بادغیس ولایت په باغک سیمه کې چاڼیز عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 121056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com