امریکا: په وسله وال برید کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

14 میزان 1398 ساعت 14:36

راپورونه وایي، د امریکا په کینزاس ایالت کې یو کس پر خلکو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وایي، د امریکا په کینزاس ایالت کې یو کس پر خلکو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د یاد ایالت پولیسو ویلي وسله وال کس په یوه هوټل کې پر ناستو کسانو ډزې کړې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا برید کوونکی یوازې و او کله چې له موټره راښکته شو په هوټل کې یې پر ناستو کسانو ډزې وکړې.

دوی زیاتوي، چې برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.

د یادونې ده، چې امریکا کې په دې وروستیو کې دا ډول بریدونه ډېر شوي چې امریکایان یې سخت اندېښمن کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com