طالبانو له خلیلزاد سره لیدنه تایید کړه، وايي ژر به د سولې خبرې بیا پيل شي

15 میزان 1398 ساعت 7:34

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوه طالب چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لیدنې پخلی کړی خو ویلي یې دي دغه لیدنه غیر رسمي وه.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوه طالب چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لیدنې پخلی کړی خو ویلي یې دي دغه لیدنه غیر رسمي وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر دوه غړیو دغه ورځپاڼې ته له خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته دا هم ویلي، چې تمه ده، ژر له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیل شي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم ویلي، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي، خو طالبان ښایي پر خپل پخواني دریځ ودرېږي.

د طالبانو پخوانی دریځ له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند نه کول و، خو ځینې شنونکي وايي، که خبرې بیا پیلېږی، د امریکا لومړی شرط ښایي اوږد مهاله اوربند وي.

افغان حکومت هم ویلي، که له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلېږي، نو دا ځل به لومړی شرط اوربند وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې هر ډول خبرې به بې پایلې وي او دغه راز یې له طالبانو سره د خبرو د پیل لومړی شرط سراسري اوربند یاد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121081

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121081/

جمهور
  https://www.jomhornews.com