د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د ناټو او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي

15 میزان 1398 ساعت 7:47

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ غړو په کابل کې د ناټو او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي او د ولسمشرۍ ټاکنو پر څرنګوالي یې ورسره خبرې کړې دی.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ غړو په کابل کې د ناټو او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي او د ولسمشرۍ ټاکنو پر څرنګوالي یې ورسره خبرې کړې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون د رهبري د غړو او کابل کې د ناټو او انګلستان د سفیرانو لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۱۴ مه کابل کې شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، چې دواړو لورو د ولسمشریزه ټاکنو پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني د ټاکنو د روڼتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو او انګلستان رول ستایلی دی.

مېرمن نورستاني زیاته کړې، چې تر اوسه یې کارونه په سمه توګه روان دي او د ټاکنو کمېسیون به له مهال وېش سره سم په ټاکلې نېټه د ټاکنو لومړۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسمشریزه ټاکنو چې د تلې په شپږمه تر سره شوې څه کم درې میلیونه کسانو رایه کارولې او لومړنۍ پایلې به یې د روانې تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com