نشنل انټرسټ:

که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي د سولې راتګ اسانه دی

15 میزان 1398 ساعت 9:34

نشنل انټرسټ نشریه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې وایي، که پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي.


نشنل انټرسټ نشریه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې وایي، که پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په مطلب کې راغلي، د دې لپاره چې افغانستان کې جګړه د تل لپاره ختمه شي، پکار ده، چې واشنګټن پر اسلام آباد او ریاض فشار راولي، څو د طالبانو مالي سرچینې وچې شي.

سرچینې په ټینګار سره ویلي، که پاکستان د طالبانو ملاتړ پرېږدي، نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي.

په ورته وخت کې سرچینه وایي، دا یو ښکاره حقیقت دی، چې امریکا به د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې حضور ولري، خو په وینا یې د دغه حضور لپاره اړینه ده، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته وضاحت ورکړي.

د نشریې په باور د افغانستان د ګاونډیو اندېښنې هم مهمې دي، که امریکا په افغانستان کې د نظامي اډو او حضور غوښتونکې ده، نو مهمه خبره دا ده چې د دغه هېواد ګاونډیان ډاډه کړي او خپل پلانونه ورته واضح کړي.

سرچینه وايي، تر هغه چې د افغانستان ګاونډيان د امریکا له حضور اندېښمن وي، نو د وسله والو ډلو ملاتړ به هم کېږي او دلته به جګړه هم ختمه نه شي.

او دغه راز که امریکا له افغانستان وځي نو د دغه هېواد هر ګاونډی به هڅه کوي چې په دې هېواد کې مداخله وکړي او خپلې موخې تعقیب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121094

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121094/

جمهور
  https://www.jomhornews.com