د ماشومانو د ساتنې اداره:

افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی

15 میزان 1398 ساعت 14:06

د ماشومانو د ساتنې ادارې په یوه راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.


د ماشومانو د ساتنې ادارې په یوه راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره وايي، هغه افغان ماشومان چې اوس یې عمر اتلس کلنۍ ته رسېږي ټول عمر یې په جګړو کې تېر کړی دی.

یاد سازمان افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې په اړه په دغه خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو او بمباریو پر غږونو له خوبه راویښېږي چې دا یوه ستره انساني فاجعه ده.

سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې د روانې جګړې ۸۴ سلنه قربانیان یوازې تر اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان جوړوي.

یاد سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره له خطر ناکو هېوادنو یاد کړی او د جګړې له ټولو غاړو یې غوښتي چې په جګړو کې د ماشومانو له ګټه اخیستنې ډډه وکړي او ژوند ته یې باید جدي پاملرنه وکړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې اداره دا راپور په داسې حال کې خپروي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اتلس کاله پوره شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com