دا ځل رحماني، مسلم یار ته:

د زورواکۍ وخت پای ته رسېدلی، قانون دې پر وړاندې دی

15 میزان 1398 ساعت 14:31

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ته د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له خبرداري وروسته دا ځل رحماني، مسلم یار ته خبرداری ورکړی دی.


د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ته د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له خبرداري وروسته دا ځل رحماني، مسلم یار ته خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې رییس وایي، د زورواکۍ وخت نور پای ته رسېدلی او د مشرانو جرګې رییس له قانون سره مخ دی.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ریسانو تر منځ دغه ناندرۍ د ولسمشریزه ټاکنو د رایو په اړه راپوروته شوې، چې مسلم یار د بې بایو متریک رایو په شمار ټینګار کولو خو رحماني بیا ویل یوازې بایومتریک رایې باید حساب شي.

مسلم یار پرون د رحماني په اړه ویلي و، چې خپل ځان دې اصلاح کړي، خپل ځای د وپېژني او بیا د خپل نظر څرګند کړي.

د هغه په وینا دی د درغلیو پلوي نه دی خو اوس هم په خپل پخواني دریځ چې باید بې بایومتریکه رایې هم وشمارل شي ولاړ دی.

خو د مسلم یار د پرونیو خبرو په غبرګون کې نن رحماني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د زورواکۍ وخت نور پای ته رسېدلی او مسلم یار باید قانون پر ځان ومني او قانون ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 121113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com