جلال آباد کې پرونۍ چاودنې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

16 میزان 1398 ساعت 6:45

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب په موټر د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېدلې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب په موټر د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ سره نېږدې پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه مازیګر مهال د ملي اردو د جلب و جذب په کاسټر موټر چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج رکشا کې ځای پر ځای او کله چې موټر د یادې سیمې څخه تېرېده چاودنه یې پرې کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د یوه ماشومان په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي، چې لس یې ملکي وګړي دي.

د پېښې ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار

 
 


د مطلب کود: 121122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com