پروان کې د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده

16 میزان 1398 ساعت 10:17

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو پروان کې د یوه موټر بم په کشف او شنډولو سره په دغه ولایت کې د یوه خونړي برید مخنیوی وکړ.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو پروان کې د یوه موټر بم په کشف او شنډولو سره په دغه ولایت کې د یوه خونړي برید مخنیوی وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار ویلي، د ملي امنیت ځواکونو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې عملیات کړي.

نوموړې زیاته کړه، چې د ملي امنیت د عملیاتو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې یو موټر بم چې په یوه باغ کې درول شوی و، کشف او د یوه خونړي برید مخه یې ونیوله.

دا وایي، طالبانو دغه موټر بم په وسطه غوښتل، چې پروان کې پر یوه نظامي مرکز برید وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو.

د پروان د والي ویاند زیاتوي، چې د دغه موټر د شنډولو لپاره له کابله تخنیکي ډله راغوښتل شوې او دغه راز یې په تړاو ۶ شکمن کسان نیول شوي، چې ګومان کېږي طالبان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
 
 


د مطلب کود: 121140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com