دفاع وزارت:

د تخار د کلفګان لپاره طالب ولسوال او قاضي و وژل شول

16 میزان 1398 ساعت 11:01

ملي دفاع وزارت د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال او یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال او یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د تلې ۱۶ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو وژل شوی ولسوال حاجي صفت الله او قاضي یې مولوي صابر نومېږي.

خبرپانه وايي، حاجي صفت الله او مولوي صابر پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه تخار ولایت کې د افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې حاجي صفت الله د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او مولوي صابر بیا د دغه ډلې قاضي وو.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هغه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې د وژل شوي طالب ولسوال مور او ورور له خلکو او په تېره بیا له ځوانانو غواړي، چې د طالبانو دوکه نه شي او له دغه ډلې سره یو ځای نه شي.

ویډیو کې د وژل شوي طالب ولسوال مور ښکاري، چې د خپل زوی له جسد سره موټر کې ناسته ده او وايي په وار وار یې زوی ته ویلي، چې طالبانو ته ورنشي او جګړه پرېږدي، خو په وینا خبرې ته یې غوږ نه نیوه.

دغه راز په ویډیو کې د حاجي صفت الله ورور وایي، طالبان ځوانان په زور او جبر سره د جګړې لیکو ته بیايي او جنګوي یې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت پرون هم د تخار ولایت د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال برهاني ګجر او یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې برهاني ګجر، د طالبانو یو قاضي او ورسره ۱۱ نور طالبان د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي او ۹ نور طالبان ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com