ولسي جرګه، ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ته!

د ارګ او سپېدار خپل منځي اختلاف پای ته ورسوي، د ملي ګټو خلاف دی

17 میزان 1398 ساعت 14:00

ولسي جرګې پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت پر سر رامنځ ته شوی جنجال نور پای ته ورسوي.


ولسي جرګې پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت پر سر رامنځ ته شوی جنجال نور پای ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې غړو د نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مې غونډه کې ویل، چې د ارګ او سپېدار ماڼۍ خپل منځي اختلاف د ملي ګټو خلاف او د هېواد په زیان دی.

ولسي جرګې په همدې تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې په کې ویلي یې دي، په دې حساسو شرایطو کې چې له یوې خوا د امریکا، پاکستان او طالبانو تر منځ مبهمې خبرې روانې دي او له بلې خوا د موقتې ادارې د توطیې هڅې روانې دي، د ارګ او سپېدار اختلاف د اندېښنې وړ دی.

جرګې د ملي یووالي حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې له خپل منځي اختلافه لاس واخلي او د ملي ګټو په خاطر له سیاسیونو او مدني ټولنې سره په همغږۍ د هېواد د لوړو ګټو په خاطر ملي دریځ خپل کړي.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې د حکومت مشران په دې شرایطو کې باید د ټاکنو د پایلو او یوه ځواکمن حکومت رامنځ ته کولو په اړه مسوولانه اقدام وکړي، تر څو د موقت حکومت هڅې شنډې شي.

ولسي جرګې خبرداری ورکړ، چې د دغه ډول کړنو برخلیک د ملي ګټو خلاف عمل دی، چې ۱۸ کلنې لاس ته راوڼې په اوبو لاهوي کولی شي او مسوولیت به یې بیا د حکومت د مشرانو په غاړه وي.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر سر د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ هغه وخت اختلاف رامنځ ته شو، چې د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د طالبانو د سفر هرکلی وکړ، خو ارګ دغه سفر وغانده.

تر دې وروسته ولسمشر د یوه فرمان پر اساس د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې لرې کړ، خو وروسته عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې و ویل، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 121184

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121184/

جمهور
  https://www.jomhornews.com