امریکايي سناتوران له ولسمشر غني سره په لیدنه کې!

د سولې او جمهوري نظام دوام غواړو

18 میزان 1398 ساعت 11:07

د امریکا د سنا جرګې یوه پلاوی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او ویلي یې دي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې پروسې ملاتړې ده او په دغه هېواد کې د جمهوري نظام دوام غواړي.


د امریکا د سنا جرګې یوه پلاوی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او ویلي یې دي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې پروسې ملاتړې ده او په دغه هېواد کې د جمهوري نظام دوام غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د سنا جرګې دغه پلاوی له پاکستان څخه کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې په ارګ کې لیدلي دی.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، امریکايي سناتورانو له ولسمشر سره لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې امریکا په افغانستان کې د سولې پلوي ده او د جمهوري نظام دوام غواړي.

خبرپاڼه کې د امریکايي سناتورانو له خوا ټینګار شوي، چې د دوه لسیزو لاس ته راوړنو او ښځو د حقونو خوندیتوب ملاتړ ته به دوام ورکړي.

دغه راز امریکایي سناتورانو د افغان ولسمشرۍ ټاکنې بریالۍ بللې ویلي یې دي، چې د سولې په مذاکراتو کې امریکا د افغانستان د جمهوري نظام د دوام غوښتونکې ده.

د یادونې ده، چې د امریکا د سنا جرګې پلاوي څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو.

د امریکا د سنا جرګې ډېر غړي د سولې په تړاو د ټرمپ له بیړنۍ پالېسۍ سره مخالف دي او شنونکي وايي، همدا وجه ده چې ټرمپ مجبورا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې درولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com