فاریاب کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي

18 میزان 1398 ساعت 11:29

سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې یوه بمي چاودنه کې شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې یوه بمي چاودنه کې شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د تلې ۱۷ مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب امنیه قومانداني وايي، ولسي وګړي په یوه فیلډر موټر کې له مرکز میمنې د المار په لور روان و، چې د لارې په اږدو کې د طالبانو له خوا اېښودل شوي ماین پرې چاودنه کړې.

سرچینه زیاتوي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.

چارواکو د چاودنې مسوولیت د طالبانو په غاړه اچولی، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
 


د مطلب کود: 121210

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com