امریکا بیا د سوریې په تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی

18 میزان 1398 ساعت 11:40

امریکا یو ځل بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې که سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.


امریکا یو ځل بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې که سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دوه ورځې وړاندې ویلي و، که ترکیه په سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي، نو اقتصاد به یې ورتبا کړي.

اوس تازه مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام چې ټرمپ ته نږدې کس دی وایي ترکیې په سوریه کې د کوردانو پر ضد عملیات پیل کړل چې ښایي دغه هېواد ته په ګرانه بیه پرېوځي.

سناتور لیندسي ګراهام ویلي دوی پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې پر ترکیه ویجاړوونکو بندیزونه وضع کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بندیزونه به د ترکیې اقتصاد او پوځ سخت وځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې تېره ورځ په سوریه کې د کورد وسله والو پر ضد هوایي بریدونه وکړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com