امریکایي ځواکونو د ملګرو ملتونو وروستۍ راپور رد کړ

18 میزان 1398 ساعت 11:44

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی دی.


په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دوی ویلي، چې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د خوندیتابه لپاره خورا احتیاط کوي او د یوناما راپور بې اساسه دی.

د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د دغه راپور د چمتو کولو، څېړنې او ارزونې لارې چارې ناسمې بللې دي او په خبره یې دوی په خپلو جګړه ییزو ماموریتونو کې له پوره دقت کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا په هوایي بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او دا یو بشري جنایت دی.

په دغه راپور کې ویل شوي و، هغه هوايي بریدونه چې امریکايي ځواکونو د افغانستان د فراه ولایت په بکوا او نیمروز په دلاارام ولسوالیو کې د نشه يي توکو په مرکزونو کې کړي و، په کې ۳۹ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو امریکایي ځواکونه بیا وایي دوی طالبان، د دوی ملاتړي، ترهګرې ډلې، د نشه يي توکو فابریکې او هره هغه مالي منبع په نښه کوي چې ترهګرې مالي امکانات ترې ترلاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121215

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121215/

جمهور
  https://www.jomhornews.com