د امریکا د سنا مجلس غړي:

د سولې د خبرو بریالیتوب د تاتریخوالي په کمولو او اوربند پورې تړلی

18 میزان 1398 ساعت 13:04

د امریکا د سنا مجلس یوه پلاوي له افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې د سولې د مذاکراتو بریالیتوب د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند پورې تړلی دی.


د امریکا د سنا مجلس یوه پلاوي له افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې د سولې د مذاکراتو بریالیتوب د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند پورې تړلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د مشرانو جرګې غړو مارګریت هاسن او کرس ون هالین دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه نن پنشنبې د تلې ۱۸ مه خپره کړې خبرپانه کې راغلي، چې امریکايي سناتورانو د سولې مذاکراتو لپاره د تاوتریخوالي کمول او د طالبانو له خوا اوربند اړین ګامونه وبلل.

دغه راز دغو امریکایي سناتورانو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو هم هرکلی کړی دي او په دې پروسه کې یې پر شفافیت ټینګار کړی دی.

دوی ویلي، چې د سولې خبرو کې باید د افغانستان د دوه لسیزو لاس ته راوڼې، بشري حقونه او د ښځوحقونه خوندي وساتل شي.

امریکايي سناتورانو ټینګار کړي، چې د سولې مذاکرات به هغه وخت بریالي وي، چې تاوتریخوالی کم او طالبان اوربند وکړي.
د یادونې ده، چې امریکايي سناتورانو تر دې وړاندې له ولسمشر غني سره لیدنه کې هم د سولې د پروسې ملاتړ او د جمهوري نظام د دوام غوښتنه کړې ده.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، امریکايي سناتورانو له ولسمشر سره لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې امریکا په افغانستان کې د سولې پلوي ده او د جمهوري نظام دوام غواړي.

خبرپاڼه کې د امریکايي سناتورانو له خوا ټینګار شوي، چې د دوه لسیزو لاس ته راوړنو او ښځو د حقونو خوندیتوب ملاتړ ته به دوام ورکړي.

دغه راز امریکایي سناتورانو د افغان ولسمشرۍ ټاکنې بریالۍ بللې ویلي یې دي، چې د سولې په مذاکراتو کې امریکا د افغانستان د جمهوري نظام د دوام غوښتونکې ده.

د یادونې ده، چې د امریکا د سنا جرګې پلاوي څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو.

د امریکا د سنا جرګې ډېر غړي د سولې په تړاو د ټرمپ له بیړنۍ پالېسۍ سره مخالف دي او شنونکي وايي، همدا وجه ده چې ټرمپ مجبورا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې درولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com