ناټو:

سولې ته د شرایطو تر برابرولو پورې به افغانستان کې یو

20 میزان 1398 ساعت 8:14

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې ناټو ځواکونه به تر هغه افغانستان کې پاتې وي، تر چې دغه هېواد کې سولې ته زمینه نه وي برابره شوې.


د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې ناټو ځواکونه به تر هغه افغانستان کې پاتې وي، تر چې دغه هېواد کې سولې ته زمینه نه وي برابره شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون جمعه د تلې ۱۹ مه په ایټالیا کې د یوې ناستې پر مهال کړي دي.

نوموړي ویلي، چې دوی له ترهګرۍ سره د افغان ځواکونو د جګړه ییزو ظرفیتونو لوړولو برخه کې مرسته کوي او دا یې د ماموریت یوه مهمه برخه ده.

د هغه په وینا له افغان ځواکونو یې د روزنې موخه دا ده، تر چې دا ځواکونه له ترهګرۍ سره په یوازې ځان د مقابلې جوګه شي او په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره شي.

د ناټو سرمشني ټینګار کړي، چې ناټو ځواکونه سولې ته د شرایطو د برابرولو تر وخته پورې افغانستان کې حضور ولري.

هغه له ایټالیا هم مننه کړې، چې سرتېرو یې افغانستان کې ښه ماموریت ورسره مخ ته وړی.

د ناټو مشر پر داسې حال یادې څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو ټینګار کړی.

ټرمپ ویلي دوی چې د ترهګرو د ماتلوو کومه موخه درولوده هغه پوره شوې او اوس د دې وخت دی، چې امریکايي ځواکونه د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې څخه کور ته راستانه کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com