د تور ښيښو پر سره د وکیلانو او پولیسو شخړه، انداربي یې پارلمان ته ورغوښتی وو

20 میزان 1398 ساعت 9:10

د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او کیلانو تر منځ هغه وخت شخړه رامنځ ته شوې، چې پولیسو غوښتل د وکیلانو د موټر تورې ښيښې پاکې کړي.


د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او کیلانو تر منځ هغه وخت شخړه رامنځ ته شوې، چې پولیسو غوښتل د وکیلانو د موټر تورې ښيښې پاکې کړي.

د کورنیو چارو وزارت دا څوم ځل دی، چې ټولو خلکو او چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې تورې ښېښې لرونکي موټر په ښار کې نه پرېږدي او که څوک ګیر شول قانوني چلند به ورسره وشي.

د همدې خبرداري او کمپاین په لړ کې تېره شپه پولیسو هڅه کوله، چې د پل چرخي په سیمه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل د موټر تورې ښيښې پاکې کړی، خو د وکیل او ساتونکو له خوا یې د مخنیوي هڅه شوې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستالې مروه امیني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د شپې اته بجې د ګمرک په سیمه کې پولیسو د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو د پاکولو یې ورته ویلي.

خو په وینا یې وکیل او د هغه ساتونکو له دې کار سره مخالفت ښودلی، دا کار یې د ځان سپکاوی بللي او د پولیسو سره یې شخړه کړې.

ځینې راپورونه وايي، د وکیل ساتونکو پولیسو ته ګېټونه کش کړي او د برید ګواښ یې ورته کړی خو پولیسو یې پړاو نه ده کړې یو ساتونکی یې نیولی دی.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې لومړی د کوم وکیل له پولیسو سره شخړ شوې، خو په خواله رسنیو ویل کېږي، چې ستونزه د مریم سلمان خېل او نریندرا سنک خالص او پولیسو تر منځ شوې، چې وروسته نور وکیلان هم ورغلي دي.

تر دغه پېښې وروسته ځینې نور وکیلان هم سیمې ته ورغلي، له پولیسو سره د شخړه کوونکي وکیل ملاتړ یې کړی او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه.

له شخړې وروسته وکیلانو د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونده نیولې او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندارابي ورغوښتی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني هم تایید کړه، چې سرپرست وزیر وکیلانو ورغوښتی او ورغلی و، چې د شپې تر یوې بجې یې خبرې ورسره کړې دي.

نوموړې و ویل، که څه هم وکیلانو قناعت نه دی کړی، خو مدنې ټولنې او د افغانستان خلکو د پولیسو دغه اقدام په بې سارې کچې ستایلی دی.

دغه پېښې په خوله رسنیو هم سخت غبرګونه راپارولي، چې وکیلان یې په کې غندلي او د پولیسو د قانوني حرکت هر اړخیر ملاتړ یې کړی دی.

د خواله رسنیو د کاروونکو په وینا ځینې وکیلان په بېلا بېلو فسادونو کې لاس لري او تل قانون خپله د همدې قانون ماتونکو له خوا تر پښو لاندې شوی دی.

دوی پر کورنیو چارو وزارت پر ځانګړي ډول د دغه وزارت په مسلکي رهبرۍ غږ کړي، چې قانون پر ټولو پلی کړي او د قانون پلي کېدو په برخه کې له هېچا او هېڅ ډول فشار تر اغېز لاندې رانه شي.

په خواله رسنیو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال خوشحال سادات ستایل شوی او د هغه د دغه کار کلک ملاتړ یې کړی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 121244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com