چین او هند له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی

20 میزان 1398 ساعت 12:17

د چین ولسمشر شي جین پینګ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.


د چین ولسمشر شي جین پینګ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي پینګ هند ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره لیدلي دي.

ښاغلي پینګ او ښاغلي مودي په دغه لیدنه کې پر دواړه خبرو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د چین ولسمشر پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې او ان د اټومي جګړې د رامنځ ته کېدو خبرداري ورکړل شوي دي.

هند ته د چین د ولسمشر تر سفر وړاندې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چین ته تللی و او هلته یې له چینايي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په کشمیر هم خبرې کړې وې.

دا چې چین به د هند او پاکستان تر منځ رامنځ ته شوې کشاله کې څه رول ولوبوي که جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com