د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګرۍ ۳۰ سلنه وده کړې

20 میزان 1398 ساعت 12:24

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.


د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین مصطفی دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړې چې د افغان محصولاتو د یوه نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې وه.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر شاهین مصطفی په وینا په د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه وه.

خو په وینا یې په دې وروستیو کې دغه سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه شوې او د اذربایجان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي ټینګار کړي دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې ښې او پراخه سوداګریزه اړیکې ولري او د دغه اړیکو د غښتلتیا لپاره دواړه هېوادونه کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121249

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121249/

جمهور
  https://www.jomhornews.com