امریکا نور پوځیان او تجیهزات سعودي عربستان ته لېږي

20 میزان 1398 ساعت 12:42

د امریکا دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د دفاع لپاره به زرګونه پوځیان او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ولېږي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د دفاع لپاره به زرګونه پوځیان او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي، ټاکل شوې، چې ۳ زره نور امریکايي پوځیان سعودي عربستان ته ولېږل شي.

نوموړي ویلي، د دې تر څنګ به دا ځل امریکا جنګي الوتکې او توغنديي ضد سیستم هو په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا د دفاع وزیر په وینا دا د هغو هڅو یوه برخه ده، امریکا غواړي سعودي عربستان د ایران له ګواښونو او تېري پر وساتلي.

امریکا دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې تېره میاشت د سعودي عربستان د تیلو په دوه چاڼ ځایونو بریدونه وشول او سعودي او امریکا یې پړه پر ایران واچوله خو ایران دا خبره په کلکه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com