۰

مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونده جوړېږي

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په تړاو مسکو کې غونډه جوړه شي.
مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونده جوړېږي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په تړاو مسکو کې غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف د دغه غوندې د جوړېدو کره نېټه نه ده ښودلې، خو وایي، دا غونډه به د امریکا، روسیې او پاکستان د استازو تر منځ وي.

نوموړي زیاته کړې، چې په غونده کې به د افغان سولې او روغې جوړې په اړه خبرې اترې وشي او موخه یې هم د افغانستان ملي روغه ده، چې وشي.

کابلوف تر دې وړاندې هم یو ځل ویلي و، چې مسکو په پام کې لري، چې د افغان سولې په تړاو غونده وکړي.

نوموړي هغه مهال دا هم ویلي وو چې دې غونډې ته به طالبان هم راوبلل شي او په دې اړه له طالبانو سره اړیکې هم نیول شوې دي.

باید و ویل شي، چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه د څو کنفرانسونو کوربه توب کړی دی.

روسي چارواکي وایي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او د دې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي