مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونده جوړېږي

20 میزان 1398 ساعت 13:20

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په تړاو مسکو کې غونډه جوړه شي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په تړاو مسکو کې غونډه جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف د دغه غوندې د جوړېدو کره نېټه نه ده ښودلې، خو وایي، دا غونډه به د امریکا، روسیې او پاکستان د استازو تر منځ وي.

نوموړي زیاته کړې، چې په غونده کې به د افغان سولې او روغې جوړې په اړه خبرې اترې وشي او موخه یې هم د افغانستان ملي روغه ده، چې وشي.

کابلوف تر دې وړاندې هم یو ځل ویلي و، چې مسکو په پام کې لري، چې د افغان سولې په تړاو غونده وکړي.

نوموړي هغه مهال دا هم ویلي وو چې دې غونډې ته به طالبان هم راوبلل شي او په دې اړه له طالبانو سره اړیکې هم نیول شوې دي.

باید و ویل شي، چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه د څو کنفرانسونو کوربه توب کړی دی.

روسي چارواکي وایي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او د دې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com