ټرمپ یو ځل بیا د اودږو جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی

21 میزان 1398 ساعت 8:45

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې غواړي د امریکا اوږدې جګړې نور پای ته ورسوي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې غواړي د امریکا اوږدې جګړې نور پای ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې زیاته کړې، نور د دې وخت دی، چې د امریکا اوږدې جګړې ختمې شي.

که څه هم ټرمپ په مشخص ډول د امریکا د کومې اوږدې جګړې یادونه نه ده، کړې، خو په افغانستان کې جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده.

ټرمپ وړمه ورځ هم د یوې کمپایني غوندې پر مهال ویلي و، چې امریکا نور په بهر کې جګړې ته اړتیا لري او خپل ځواکونه هېواد ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر څو ځله ورته خبرې کړې، خو د چارو ډېر شنونکي وايي، ټرمپ د افغانستان له جګړې یوازې کمپایني ګټه پورته کوي او غواړي، په راتلونکو ټاکنو کې ځان ته ملاتړي پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121270

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121270/

جمهور
  https://www.jomhornews.com