امریکا: په وسله وال برید کې څلور کسه وژل شوي دي

21 میزان 1398 ساعت 8:53

د امریکا په نیویارک ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا په نیویارک ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، پېښه په یوه کلپ کې شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو روغتیايي کارکوونکي وایي، د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دي.

د نیویارک ښار پولیس وایي، د پېښې انګیزه نه ده روښانه شوې او دوی هم د بریدګرو په نیولو پسې هڅې پيل کړې دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا په تکزاس ایالت کې په وسله وال تاوتریخوالي کې ٢٢ کسان ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com