د میدان وردګو د جغتو ولسوال په کابل کې وژل شوی

21 میزان 1398 ساعت 9:26

د میدان وردګو ولایتي شورا تایید کړې، چې د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.


د میدان وردګو ولایتي شورا تایید کړې، چې د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتي شورا وایي، پر ولسوال راز محمد پرون شنبې د تلې ۲۰ مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کوټي سنګي په له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې ناپېژانده وسله والو برید کړی دی.

د یادې شورا په وینا ولسوال په خپل موټر کې و، چې وسله والو پرې ډزې کړې، وژلی یې دي او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان هم وايي، پرون مازیګر د کوټې سنګې په سیمه کې یو کس د وسله والو تر برید لاندې راغی او و وژل شو.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوی کسانو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوال راز محمد په کوټه سنګي کې وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com