له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د جیمز متس خبرداری

21 میزان 1398 ساعت 9:52

د امریکا مخکني دفاع وزیر جنرال جیمز متیس له سورې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.


د امریکا مخکني دفاع وزیر جنرال جیمز متیس له سورې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متیس چې د ولسمشر ټرمپ سره د اختلاف له کبله یې استعفا ورکړې دغه څرګندونې له این بي سي نیوز تلوېزیون سره مرکه کې کړې دي.

متیس ویلي، که امریکايي ځواکونه د سوریې له شمال ختیځ څخه ووځي، داعش ډله به بیا فعاله شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې که ولسمشر ټرمپ د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي، اسلامي دولت یا داعش سختدریځه ډله به بیا فعاله شي.

د امریکا مخکینی دفاع وزیر جیمز متیس، وايي، باید پر اسلامي دولت سختدریځې ډلې فشار جاري وساتل شي څو بېرته سر راپورته نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې په ټینګار سره ویلي، چې نور د دې وخت دي، چې امریکایي ځواکونه نور له اوږدو جګړو خپل هېواد ته راستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121278

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121278/

جمهور
  https://www.jomhornews.com