د بشري حقونو کمېسیون:

د ولسمشریزه ټاکنو پر بهیر بریدونو کې ۳۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 میزان 1398 ساعت 11:37

د بشري حقونو کمېسیون په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو پر بهیر او د رایو په مرکزونو ۶۸ بریدونه شوي دي.


د بشري حقونو کمېسیون په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو پر بهیر او د رایو په مرکزونو ۶۸ بریدونه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي د بشري حقونو کمېسیون موندنې ښيي، چې په دې بریدونو کې ۳۷۷ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ټاکنو پر بهیر د دوی د ۷۴ ښځینه و په ګډون ۲۲۰ کارکوونکو په ۲۳ ولایتونو کې پر ۴۷۰ مرکزونو نظارت کړی دی.

د بشري حقونو کمېسیون وايي، د دغه نظارت پر مهال د ورځې تر پایه پورې ۱۲۶۰ ټاکنیزې سرغړونې او تخطۍ هم ورسره ثبت شوې دي.

راپور کې ویل شوي، په دغو ثبت شويو پېښو کې ورسره ۱۴۱ پېښې داسې وې چې یا انتخاباتي جرم ګڼل کېدای شي، یا هم  وسله وال او تروریستي بریدونه وو چې د ټاکنو په مرکزونو شوي دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې سږ کال ټاکنو کې کورني بېځایه شوي او  محصلین په دې دلیل چې نوملیکنه یې په خپلو سیمو کې کړې وه او نورو ځایونو کې اوسېدل، د رایې له حقه محروم شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون په دې راپور کې لیکل شوي، چې په ۲۳ ولایتونو ګڼو زندانیان هم د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې له حقه محروم شوي دي.

راپور وايي، د ټاکنو په ورځ ۳۷،۵ سلنه مراکز له نیم نه تر دریو ساعتونو ناوخته پرانیستل شوي او ۶۶ سلنه ټاکنیز کارمندان د تخطۍ سبب شوي دي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه تر سره او د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا لومړنۍ پایلې به یې د روان میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com