ننګرهار کې ۳۲ طالبانو او داعشیان وژل شوي دي

21 میزان 1398 ساعت 13:52

ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۲ طالبانو او داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۲ طالبانو او داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې ننګرهار په ناامنه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي، چې بهرني ځواکونه یې هم ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې یوازې تېره شپه په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۶ داعشیان وژل شوي دي.

دغه راز هغه وایي، په همدې شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
 
په ورته وخت د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او درې موټر یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 121290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com